د فرانسې د اقتصاد او ماليې وزير د امريکا اقتصادي تسلط وغانده
CMG2022/10/12 11:18:59
شريکول:

د فرانسې د اقتصاد او ماليې وزير برونو ليماير د اکتوبر په لسمه نېټه د دې هېواد د پارلمان په يوې غونډې کې د امريکا اقتصادي تسلط غندلی او په ټينګار يې ويلي، چې اروپا او امريکا بايد برابرې اقتصادي اړيکې ولري.

نوموړي په همدې ورځ په يادې پارلماني غونډې کې د سږنې بودجې په اړه د بحث په ترڅ کې ويلي، چې فرانسه دا نه شي منلی، چې د اوکراين بحران د امريکا اقتصاد ته پر نړۍ د تسلط مقام ورکړي او د اروپا اقتصاد کمزوری کړي.

برونو ليماير زياته کړې، چې د اروپا اقتصادي کمزورتيا هيچا ته ګټه نه رسوي او د انرژۍ او نورو برخو کې بايد د امريکا او اروپا ترمنځ برابرې اقتصادي اړيکې ټينګې شي.