د سپوږمکيو د لارښوونکي سیسټم د نړيوالې کمېټې ۱۶مه غونډه د اکتوبر په ۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پيل شوه او تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام ولري.
د مالوماتو له مخې، د دغې غونډې ګډونوال به په لوړه او دقيقه کچه د سیسټم د استعمال، فضايي خدمتونو او د سیسټمونو د پيوستون په شمول د سپوږمکيو د لارښوونکي سیسټم د مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
دا د بې دو درېيم نمبر سپوږمکيو لارښوونکي سیسټم له جوړېدو وروسته د چين لومړی ځل دی، چې په انلاين او افلاين ډول په نوموړې غونډې کې ګډون کوي.
د بې دو سپوږمکيو د لارښوونکي سیسټم عمومي انجينر او د چين د ساينس اکاډمۍ غړي يانګ چانګ فنګ د چيني پلاوي د مشرۍ دنده پر غاړه لري.
د چيني پلاوي کارپوهانو د ټولو مسئلو په بحثونو کې ګډون کړی او دغې غونډې ته يې د ابادۍ، استعمال او نړيوالو همکاريو په برخو کې د بې دو سیسټم د تازه لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړی دی.