چيني ستورمزلو په درېيم ځل له فضا څخه تنکيو ځوانانو ته درس ورکړ
CMG2022/10/12 19:24:08
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر خبر ورکړ، چې هغو درېیو چيني ستورمزلو (چن دونګ، لیو يانګ، څای شيو جه) چې اوس په لرې فضا کې د چين د (تيان ګونګ) فضايي سټېشن په جوړولو بوخت دي، د بېجینګ په وخت د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر د ۱۲مې نېټې د ماسپښين په ۴ بجو او ۱ دقيقو په انلاين ډول د ځمکنۍ کرې تنکيو ځوانانو ته فضايي درس ورکړ.

چيني ستورمزلو پخوا دوه ځلې د فضا په اړه ورته درسونه ورکړي وو. دا لومړی ځل دی چې د (تيان ګونګ) فضايي سټېشن په (ون تيان) لابراتوار کې درس  ورکوي.

ياد درس تقريباً ۵۰ دقيقې دوام درلود او پکې يادو درېیو ستورمزلو تنکيو ځوانانو ته په (ون تيان) لابراتوار کې د کار او ژوند صحنې او په فضا کې د اوبو څښلو، د نباتاتو روزلو او داسې نورو محتوياتو په اړه يو لړ علمي ازموينې وښودلې او فضايي مالومات يې ورسره شريک  کړل.

د یادولو ده، چې د دې فعاليت عمده اف لاين درس د چين په علمي اکاډمۍ کې تر سره شوی او د دغه هېواد د شان دونګ ولايت په هه ځه ښار، د هه نان ولايت په جنګ جو ښار او د يون نان ولايت په دا لي ښار کې یې هم فرعي درسونه درلودل. د چيني مکتبونو شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو په اف لاين ډول په يادو درسونو کې ګډون کړی. 

چين مېډيا ګروپ ياد لوست ته په ژوندۍ بڼه پوښښ  ورکړ.