د چین د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په رسمي توګه د خبريالانو لپاره خپل خدمتونه پيل کړي او د ياد کانګرس په اړه د کورنيو او بهرنیو خبریالانو د مرکې لپاره به ضمانت برابر کړي.
د دې مطبوعاتي مرکز مسؤل ويلي چې دوی به د کرونا وبا د مخنيوي ترڅنګ د ژوندۍ، انټرنېټي او کتبي مرکو له لارې کورنيو او بهرنيو خبریالانو ته خدمتونه برابر کړي.
په ورته وخت کې د ياد مرکز رسمي ويبپاڼه او په نورو ټولنيزو رسنيو کې يې اکونټونه هم پرانيستل شوي، ترڅو کورني او بهرني خبريالان پر وخت د دې مرکز د خدمتونو او تدبیرونو په باب معلومات تر لاسه کړي او د اړوندو مرکو لپاره اړينې محتوا پيدا کړي.