د پيسو نړيوال صندوق د اکتوبر په يوولسمه نېټه د نړيوال اقتصاد د اټکل نوی راپور خپور کړی، چې له مخې یې د ۲۰۲۲م کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول به ۳،۲ سلنه وي او دا شمېر یې د جولای له اټکل سره برابر ښودل شوی، خو د ۲۰۲۳م کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول يې ۲،۷ سلنه ښودلی، چې دا رقم د جولای مياشتې د وړاندوينې په پرتله ۰،۲ سلنه ټيټوالی ښيي.
راپور وايي، چې د نړيوال اقتصاد پر وړاندې ډېرې ننګونې موجودې دي، د پيسو پړسوب يا انفلانسيون اندازه پکې د تېرو سلګونو کالونو د ريکارډونو په پرتله لوړه ښودل شوې او زياتوي، چې د نړۍ په زياترو سيمو کې سختې پولي تګلارې پلې کيږي.
راپور کې د اوکراين بحران او کرونا وبا ته هم اشاره شوې او ويلي يې دي، چې دغو دوو مسئلو پر نړيوال اقتصاد بد اغېز کړی دی.
يادو ننګونو د نړيوال اقتصاد د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.