کاواکه دوستي او ټينګې دوستانه اړیکې
CMG2022/10/12 14:44:03
شريکول:

 واشنګټن په دې وروستیو کې د ناخوښۍ له څو پېښو سره مخ دی. یوه خوا، اوپيک سازمان د امریکې له غوښتنې سره سره د خپلو ګټو د ساتلو لپاره پرېکړه وکړه چې د روان کال له راتلونکي نومبر څخه به د نفتو ورځنۍ توليدي کچه کمه کړي. بله خوا، د جرمني او فرانسې مشرانو په واضح توګه واشنګټن ته نارضایت څرګند کړی دی.

د جرمني مرستیال لومړي وزیر هابیک شکایت څرګند کړ، چې د امریکې په مشرۍ تش په نوم دوستانه ملګرو جرمني ته د پلورل شویو طبیعي ګازو بیه ډېره لوړه کړې. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون څو ورځې مخکې په یوه ناسته کې وویل، چې امریکا او ناروې موږ ته انرژي او طبیعي ګاز برابروي، خو له موږ څخه د څلور چنده بیې غواړي او دا بېخي د منلو وړ نه دي. ستاسو دغه عمل د دوستۍ له مانا سره په ټکر کې ده. د مکرون وینا دا مانا لري چې امریکا او ناروې د فرانسې دوستان بلل کېږي او دوستان باید یو بل ته اغېزناکې مرستې وکړي، خو دوی د فرانسې په ستونزمن وخت کې په ډېره ګرانه بیه  پر هغې طبیعي ګاز پلوري، دا له دوستۍ سره سمون نه خوري.

امریکا تل خپل تسلط او زورواکۍ ته لومړیتوب ورکړی، تش په نوم ملګری د دې لپاره د امپریالیزم وابسته هېوادونو او وسایلو مانا لري او باید بې له شرطه د واشنګټن امرونه مراعات کړي. د امریکا او د دغو هېوادونو ترمنځ صمیمي دوستي نه شته. د اوپيک سازمان، جرمني او فرانسې دغې څرګندونې په ډاګه کوي چې دوی د واشنګټن هغه عمل نه شي زغملی چې یوازې خپلې ګټې پکې لټوي.

امریکا ښايي دا نظر ولري چې په نړیواله ټولنه کې ټول اړخونه ګټو ته لومړیتوب ورکوي او ډېرې کمزورې اړیکې هم دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څو ورځې مخکې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په کتنه کې پاکستان هڅولی چې له چین څخه د خپلو پورونو د لغوه کولو غوښتنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې پاکستان په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې د نژدې ۷۰ هېوادونو په استازیتوب یوه ګډه وینا وکړه او پکې يې د شینجیانګ، شي ځانګ او هانکانګ په اړه د چین له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړ او له دې سره يې مخالفت وکړ چې د بشري حقونو په پلمه د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي. نو له بلاول سره د بلینکن په کتنه کې هغه عمل د چین او پاکستان په اړیکو کې اختلاف اچوونکي اقدامات بلل کېږي.

بلاول تر یادې کتنې څو ورځې وروسته د امریکې د ډيپلوماتیکو تګلارو په نوم د مجلې له خبریال سره په مرکه کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د چین د مرستې په اړه  ګنګوسې رد کړې او و یې ویل، چې هر ځل پاکستان له ستونزو سره مخ وي، چین هرومرو ورته د مرستې لاس اوږد کړی. کله چې پاکستان سږ کال له سختو سېلابونو سره مخ دی، چین لومړی هېواد دی چې له پاکستان سره د مرستې لاس اوچت کړی او پکې د بېړنیو مرستو او د پاکستان پورونو د کمولو مالومات هم شامل شوي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ ټولنې ریيس زاهد په دې وروستیو کې په ډاګه کړې چې پاکستان پر دې غور کوي چې د امریکايي ډالرو پر ځای د ژن مین بي یوانو په کارولو له روسیې سره سوداګري وکړي.

موږ نه پوهېږو چې امریکا د دغې پایلې په کتو څه نظر لري، څرنګه چې د دې ټولې ډيپلوماتیکې اړیکې د واشنګټن ګټو ساتلو پر اصولو روانې دي او د خپلو ګټو ساتلو لپاره يې پر نورو ځپلي. د چین او پاکستان یو له بل ملاتړ، یو د بل د پاملرنې وړ مسئلو ته يې جدي توجه کړې او په صمیمي رویې خپلمنځي دوستانه اړیکې ساتلې، امریکا په دغه شان اړیکو نه پوهېږي او نه یې لري.