چين ته د افغانستان د جلغوزیو صادرات بیا پېل شول.
پر جلغوزيو بار الوتکه د کابل هوايي ډګر څخه د شانګهای هوايي ډګر په لور وخوځېده.
افغان سوداګر خوښ دي، چې له اوږده ځنډ وروسته، د افغانستان ـ چين هوايي دهليز بیا پرانېستل شو، خو له مسؤلينو غواړي، چې له چين سره د سوداګرۍ بهیر ګړندی کړي.