چين په عملي ګامونو د نړيوال اقتصاد د ودې لپاره مهم خدمتونه کړي
CMG2022/10/13 10:47:55
شريکول:

  د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د سربيا د صدراعظمې انا برنابیک څرګندونو ته په ځواب کې ويلي، چې چين په عملي چارو د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د پرانيستې نړيوال اقتصاد د سمسورتيا لپاره خدمتونه کړي او بېلا بېلو هېوادونو سره یې مهمې مرستې کړې دي.

د سربیا صدراعظمې انا برنابیک په دې وروستیو کې په یوې مرکې کې ویلي، چې چين ته يې په تېرو لسو کلونو کې د هېواد صادرات ۱۵۲ برابره زیات شوي دي.

برنابيک ويلي، چې چين د لوړې کچې ور پرانيستې ته پر له پسې وده ورکوي او د نړۍ ټولو هېوادونو ته يې د پرمختګ فرصتونه برابر کړي دي.

  د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ ويلي، چې چين نه يوازې د سربيا، بلکې د نړۍ د څه دپاسه ۱۳۰ هېوادونو او سيمو لوی سوداګريز ملګری دی.

نوموړې زياته کړې، چې چين به د اقتصاد د نړيوال کېدو ټينګ ملاتړ وکړي، د لوړې کچې ور پرانېستلو ته به وده ورکړي او د بېلا بېلو هېوادونو شرکتونو ته به د بازارونو، پانګونې او ودې زیات فرصتونه برابر کړي.