چين د اکتوبر د ۱۳مې نېټې د سهار په ۶ بجو او ۵۳ دقیقو د تای يوان د سپوږمکۍ د توغولو له مرکز څخه د CZ-2C راکټ په وسيله د ۵ مترو (S-SAR01) سپوږمکۍ فضا ته په برياليتوب وتوغوله.
د مالوماتو له مخې، دغه سپوږمکۍ د فضا ټاکلي مدار ته ننوتلې او د توغولو دنده يې بريالۍ بلل شوې ده.
د چين دا سپوږمکۍ به د بیړني مدیریت او چاپېریال په برخو کې عمده مالومات چمتو کوي.
په عین وخت کې، دا سپوږمکۍ به د طبیعي سرچېنو، د اوبو لګولو، کرنې او کلیوالي سیمو، ځنګلونو او زرغونو ځمکو او د زلزلې په څېر ځينو چارو کې هم فعال رول ولوبوي او خدمتي چارې به ترسره کوي.