چین: پرمختللي هېوادونه دې د اقليمي بدلون په اړه له افريقا سره د مالي ملاتړ ژمنې پوره کړي
CMG2022/10/13 10:01:42
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستیال دايمي استازي دای بينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د دې سازمان د افريقا د اقليم او امنيت په علنۍ غونډې کې د نړۍ پر پرمختللو هېوادونو غږ کړی، چې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په پار دې له افريقايي هېوادونو سره د مالي ملاتړ ژمنې پوره کړي.

نوموړي ويلي، چې پرمختللو هېوادونو ژمنه کړې، چې هر کال به د اقليمي بدلون په برخه کې له پرمختيایي هېوادونو سره سل ميليارډه امريکايي ډالره مالي مرستې وکړي او اروپايي پرمختللو هېوادونو هم ژمنه کړې، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به د اقليمي پروژو د پلي کولو لپاره له افريقايي بېوزلو هېوادونو سره مالي مرستې دوه برابره کړي.

پرمختللي هېوادونه دې خپلې ژمنې پوره کړي او د نوې مالي مرستې موخه دې وټاکي، څو افريقايي هېوادونه په واقعي توګه ترې ګټې واخلي.