پل مالان
CMG2022/10/13 16:45:10
شريکول:

پل مالان؛ هغه پل دی، چې په هرات ولایت کې په تېر شوي سیند یعنې هریرود باندې جوړ شوی دی. د معلومات پر بنسټ دغه پل ۶۶۲ کاله وړاندې د یوه زردشتي لخوا جوړ شوی، خو ځینې کسان بیا پر دې باور دي، چې دغه پل د دوو خویندو لخواچې «بی بی حوره» او «بی بی نوره» نومېدې جوړ شوی دی. دې پله ته ځکه پل مالان وایي، چې دغه سیمه د مالان په نوم جوړ شوی دی، ددغه پله نوم په ځینو سیمه ییزو سندرو کې هم یاد شوی دی.