اروپايي کمېسيون د اروپايي ټولنې د کانديد غړي هېواد په توګه د بوسنيا هرزګوينا د منلو وړانديز کړی
CMG2022/10/13 14:50:37
شريکول:

اروپايي کمېسيون د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د پراخوالي جامع سندونه تصويب کړي او د اروپايي ټولنې کونسل ته يې د دې ټولنې د کانديد غړي هېواد په توګه د بوسنيا هرزګوينا د منلو وړانديز کړی دی.

اروپايي کمېسيون په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په يادو جامع سندونو کې يې په اروپايي ټولنې کې د شاملېدو په موخه د لوېديځ بالکن ټاپووزمې د هېوادونو او ترکيې لاسته راوړنې ارزولې دي.

اعلاميه وايي، چې اروپايي کمېسيون پر دې نظر دی، چې بوسنيا هرزګوينا د ډيموکراسۍ د پياوړتيا، د حکومتوالۍ او د فساد او ډله ييزو جنايي کړنو ضد مبارزې لپاره ځيني تدبيرونه نيولي، ځکه يې د اروپايي ټولنې کونسل ته وړانديز کړی، چې بوسنيا هرزګوينا ته د اروپايي ټولنې د کانديد غړي مقام ورکړي.

بوسنيا هرزګوينا په ۲۰۱۶م کال کې اروپايي کمېسيون ته د اروپايي ټولنې د غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړی او نوموړي کمېسيون په ۲۰۱۹م کال کې د دغه هېواد غوښتنليک منلی او غوښتنه يې ترې کړې، چې په اروپايي ټولنې کې له شاملېدو مخکې بايد په ۱۴ برخو کې بشپړ اصلاحات ترسره کړي.