۴۰ سلنه امريکايان پر دې اند دي، چې د هېواد نړیوال مقام يې په ټېټېدو او خرابېدو دی
CMG2022/10/13 10:45:24
شريکول:

اې پي خبري اژانس د اکتوبر په لسمه نېټه خبر ورکړی، چې سروې ښيي، د امريکا شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي پر دې اند دي، چې د هېواد نړيوال مقام يې په ټېټېدو او وېجاړېدو دی.

شنونکي وايي، چې په امريکې د ګوندونو ترمنځ سختو اختلافونو د خلکو پر باور منفي اغيزې کړې دي.

ياده سروې د پيرسون څيړنيز انستيټيوټ او د اې پي خبري اژانس د څيړنيز مرکز له خوا په ګډه تر سره شوې او کارکوونکو يې د سپتمبر له نهمې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د ۱۰۰۳ امريکايانو نظرونه راغونډ کړي دي.

د دې سروې ۶۰ سلنه ګډونوال پر دې اند دي، چې د امريکا او د تش په نوم دښمنو هېوادونو ترمنځ اړيکې به لا خرابې شي او د سروې ۳۹ سلنه ګډونوال پر دې نظر دي، چې د امريکا نړيوال مقام په ټېټېدو دی.

شنونکي وايي، چې د امريکا په کور دننه سیاسي اختلافونو زور اخيستی او د خلکو پر ذهنونو يې بده اغېزه کړې ده.