د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په يوې خبري غونډې کې ويلي، چې د چين او اروپا همکارۍ د ټینګو عامه افکارو، پراخو ګډو ګټو او ورته ستراتيژيکو غوښتنو پر بنسټ ولاړې دي او ستر پټ توان لري.
د جرمني صدراعظم اولاف شولز په دې وروستیو کې له نړیوال کېدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې د چین په ګډون له ډېرو هېوادونو سره تجارتي راکړه ورکړه زياته کړي.
د شولز د يادې څرګندونې په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ وويل، چې چين د نوموړو څرګندونو په اړه مثبت نظر څرګند کړی او چين هم د نړيوال کېدو ټينګ ملاتړ کوي.
نوموړې زياته کړې، چې د اوسنیو نړيوالو اقتصادي حالتو پر وړاندې، پرانېستې همکارۍ او د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پياوړتيا نه يوازې د چين او اروپا په ګټه ده، بلکې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره هم ګټوره چاره ده.
ماو نينګ زياته کړې، چې چين غواړي له اروپايي هېوادونو سره په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو د لا زياتې پرمختيا لپاره ګډ کار وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.