د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اګست په ۳۱مه نېټه له ګوندي غړو پرته د هېواد د مختلفو ګوندونو او ټولنو د نظريو د راغونډولو په پار ناسته تر سره کړې ده.
د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې په دغې ناستې کې د ګوند د شلم ملي کانګرېس د راپور د مسودې په اړه د نظريو د راغونډولو لپاره د هېواد د مختلفو ګوندونو د مرکزو کمېټو، د صنعتي او سوداګريزو ټولنې د مسئولينو او د ناپېيلو شخصيتونو د استازو نظريې او وړانديزونه واورېدل.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې ناستې مشري کوله او په خپلې وينا کې يې په ټينګار وويل، چې د چين کمونېست ګوند او بېلا بېل ډيموکراتيک ګوندونه بايد په نوې زمانې او مزل کې د نويو دندو او غوښتنو پر وړاندې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د هېواد پالنې متحدې جبهې ته بايد پرمختګ ورکړي او د سوسياليستيک عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره باید تر ممکن حد پورې د بېلا بېلو طبقو او برخو ځيرکتياوې او ځواکونه راغونډ کړي.
شي جين پينګ د دغې ناستې د ګډونوالو د ويناوو له اورېدلو وروسته وويل، چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس راپور د مسودې د چمتو کولو او ليکلو چارې د دغه کانګرېس مهمه برخه جوړوي.
د چين کمونېست ګوند په خپل راپور کې د هغه ډول مسودې د چمتو کولو لپاره، چې د نوموړي ګوند او د هېواد د بېلا بېلو قومونو د خلکو له ګډو هيلو، د نوې زمانې د چين خصوصيت لرونکې سوسياليسزم د پرمختګ له غوښتنو، د ګوند او هېواد له نوي وضعيت او نويو دندو سره سمون لري، ډيموکراتيک سبک ښودلی، ډېرې پلټنې او څېړنې يې تر سره کړي او د هېواد له ډېرو برخو څخه يې نظريې او معلومات راټول او پکې ځای کړي یې دي.
شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د راپور د مسودې په اړه د دغه ګوند له غړو پرته د هېواد د شخصيتونو نظريې او وړانديزونه واورېدل او دا يې د سياسي مشورتي چارو لپاره مهم اقدام وباله او هم یې د هېواد او ملت د پرمختګ لپاره د دغو شخصيتونو نظريې او پلانونه اغېزمن بللي دي.