"له چين سره سوداګري کول" د لا زياتو بهرنیو تصديو په انتخاب بدل شوی
CMG2022/10/13 14:53:43
شريکول:

د برلین د میخانیکي انجینرۍ په وروستۍ غونډه کې " له چین سره د سوداګرۍ ساتل" یوه توده موضوع شوه. د جرمني صدراعظم اولاف شولز یو ځل بیا له نړیوال کېدو څخه خپل ښکاره ملاتړ څرګند کړ او په ګوته یې کړه چې د اړيکو پرېکون  بشپړه ناسمه لاره ده. هغه د چین په ګډون له ډېرو هېوادونو سره د سوداګرۍ کولو په اړتیا ټینګار وکړ. همدا مهاله، د اروپایي ټولنې د سوداګرۍ کمېشنر والديس دومبروفسکيس هم دا په ډاګه کړې، چې له چین سره د اړيکو پرې کول د اروپايي شرکتونو انتخاب نه دی، چین د مخ پر ودې يو مهم بازار او د عرضې سرچینه ده.

د چین بازار څومره لوی دئ؟  دغه بازار د ۱۱۴ ټريليون يوانو په مجموعي اقتصادي حجم او له ۱.۴ ميلياردو تنو څخه زياتو مصرفوونکو سره په نړۍ کې د توليداتو مصرفولو دوهم لوی بازار ګرځېدلی او د مصرف د لوړولو تمايل يې ښکاره او څرګند دی. دا نه يوازې د چينايانو ژوند ښه کوي، بلکې نورو هېوادونو ته د پرمختګ لا زيات فرصتونه برابروي. له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې به د چين د وارداتو پنځم نړيوال نندارتون تر سره شي او په دغه نندارتون کې به د نړۍ څه دپاسه ٢٨٠ وی شرکتونه ګډون وکړي چې له دې جملې څخه له ۹۰سلنې زياتو شرکتونو د دې نړيوال نندارتون په پخوانيو دورو کې ګډون کړی و.

تمه کېږي چې له نورو هېوادونو څخه لا زيات لوړ کیفیت لرونکي محصولات د چین بازار ته داخل شي، څو بېلا بېلې خواوې متقابلې ګټې او بريالۍ پايلې تر لاسه کړي.

په عين وخت کې د نړيوالې عرضې د يوې مهمې سرچينې په توګه د چين مقام نه بدلېږي. چین په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو په صنعتي درجه بندي کې ټولې صنعتي کټګورۍ لري. د چين د ۵۰۰ ډولو سترو صنعتي توليداتو له ۴۰ سلنې څخه د زياتو ډولو توليدي توان په نړۍ کې لومړی ځای ساتي. 

د نړيوال نوښت د شاخص راپور چې د پوهې د ملکیتونو حق د نړيوال سازمان لخوا خپور شوی، دا څرګندوي، چې په ۲۰۱۲م کال کې چين د نوښت په برخه کې ۳۴م مقام ونيو او د ۲۰۲۱م کال په شاخص کې يې ۱۲م مقام خپل کړی دی. دا پدې مانا ده، چې د چين صنعتي پرمختګ ډېر تخنیکي تحرک ترلاسه کړی او د صنعتي ځنځير تفاوق او غوره والی لا نور هم څرګند شوی دی. 

نړيوال پولي صندوق د اکتوبر په يوولسمه نېټه د نړيوال اقتصادي وړاندوينې تازه راپور خپور کړ او په اشارې سره يې ويلي، چې اوس مهال نړيوال اقتصاد له ډېرو ننګونو سره مخ دی او له همدې امله يې د راتلونکي کال لپاره د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه ۲.۷ سلنې ته ټيټه کړې ده. په دې حالت کې چین نړۍ ته ثبات برابروي.

د چين د حکومتي ارګانونو له خوا تازه خپاره شوي ارقام ښيي چې له تېر اګست راهيسې د چين اقتصاد د مسلسل ښه والي په حال کې و او عمده شاخصونه يې عموماً ښه شوي دي. بهرنيو رسنيو دا له تمې څخه پرمختګ بللی دی. په راتلونکي اوږد مهال کې به د چين د پرمختګ امکانات ډاډمن وي، د اصلاحاتو او ورخلاصون هوډ يې ثابت دی او له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا په غرض تګلاره يې هم ثابته ده.

چين د مسلسل ورخلاصون او د سوداګريز چاپېريال د مداوم ښه والي له لارې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دوستانو ته ښه راغلاست وايي. چين غواړي د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډ برياليتوب تر لاسه کولو په مفکورې سره په نړيواله صحنه کې خپل ځای ولري او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ځواکمن او خوځنده ځواک برابر کړي.

(ژباړه: شکريه)