د چين او اروپا د اقليمي همکاريو دوهم فورم د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په انلاين ډول تر سره شو.
د فورم ګډونوالو او چيني او بهرنيو مېلمنو د چين او اروپا د زرغون اقتصاد او د چين او اروپا د اقليمي همکاريو په اړه خبرې کړي او د چين او اروپا د متقابلو ګټورو همکاريو د پياوړتيا لپاره يې فعال او ګټور رول لوبولی دی.
د چین د ايکولوژۍ او چاپېريال ساتنې وزارت چارواکي سون جن په دغه فورم کې ويلي، چې نړۍ اوس له بېلا بېلو بحرانونو سره مخ ده او هم د اقليم نړيوالې چارې له پېچلو ننګونو سره مخامخ دي.
سون جن ويلي، چې چين او اروپايي هېوادونه بايد د اقلیم په اړه خبرې اترې او همکارۍ ژورې کړي، څو د اقليم نړیوالې چارې ډاډه ترسره شي.
د اقلیمي بدلون لپاره د ملګرو ملتونو د اجرائيه رئیس مرستیال اوایس سارمد په خپلو خبرو کې څو اړخیزم او همکارۍ د اقلیمي بدلون د مسئلې حل یوازینۍ لاره بللې ده.