د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو ۱۳۲مه معاملوي غونډه به انلاين پرانيستل شي
CMG2022/10/13 09:59:21
شريکول:

په ګوانګ جو ښار کې د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو د ۱۳۲مې معاملوي غونډې خبري ناسته په وروستيو کې د دې غونډې په نندارخونې کې تر سره شوه.

 د دغې غونډې مطبوعاتي وياند او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د مرکز مرستيال شيو بينګ رسنيو ته ويلي، چې د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو سږنۍ غونډه به د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په انلاين ډول پرانيستل شي.

د نوموړي په وينا په دې غونډې کې به څه باندې ۳۵ زره کورنۍ او بهرنۍ تصدۍ ګډون ولري، چې سږنی شمېر يې د تېرې غونډې په پرتله څه باندې ۹۶۰۰زياتوالی ښيي.

تر اوسه پورې څه باندې درې ميليونه او شپېته زره توليدات د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو رسمي ويبپاڼې ته پورته شوي، چې شمېر يې د تاريخ نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د خبر له مخې، د صادراتو په فرعي نندارتون کې د ګډون کوونکو تصديو شمېر ۳۴۷۴۴ ته رسيدلی، چې شمېر يې د تېرې دورې په پرتله شاوخوا ۴۰ سلنه زياتوالی ښيي او په ورته وخت کې د وارداتو په فرعي نندارتون کې د نړۍ د ۳۴ هېوادونو ۴۱۶ تصديو ګډون کوي.

(غاټول)