د چين استازي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اجرائيوي کمېټې په غونډې کې د بېجينګ دريځ بیان کړ
CMG2022/10/13 10:45:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو په دفتر او د سویس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي   سفير چن شو د اکتوبر په يوولسمه نېټه د ملګرو ملتونو د اجرائيوي کمېټې په ۷۳مې غونډې کې ګډون کړی او د کډوالو د مسئلې په اړه يې د چين دريځ او د نړیوالو کډوالو د ساتنې او بشري چارو په برخو کې يې د چين مثبت رول څرګند کړی دی.

چن شو په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې د امريکا په مشرۍ ځيني لويديځ هېوادونه له ډېرې مودې راهيسې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو تر شعار لاندې جګړې او ګډوډۍ جوړوي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او په نړۍ کې يې بشري ناورينونه راپورته کړي دي.

نوموړي د خپل هېواد په استازيتوب له لوېديځو هېوادونو غوښتي، چې پر خپلو کړنو جدي فکر وکړي، د کډوالو مسئلې اصلي لاملونه دې له منځه يوسي او خپل مسؤليتونه دې پر غاړه واخلي.

چن شو پر دې ټينګار کړی، چې چين د کډوالو مسئلې په اړه نړيوالو همکاريو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د کرونا وبا پر ضد نړيوالو همکاريو ته فعال خوځښت ورکوي او تر اوسه یې څه دپاسه ١٢٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته ۲،۲ ميليارډه دوزه واکسين برابر کړی دی.

 چين له افغانستان، جنوبي سوډان، عراق، اوکراين، ميانمار او د م.م د کډوالو چارو له ادارې سره دوه اړخيزې او څو اړخيزې مرستې کړې دي.