د ورېښمو په نوم مشهوره کوڅه
CMG2022/10/13 16:39:40
شريکول:

دا د هرات ولایت په زاړه ښار کې د ورېښمو په نوم مشهوره کوڅه ده. دلته به پخوا ورېښمین توکي جوړېدل، خو اوس یې پر ځای له ځانګړو تارونو څخه هراتي لونګۍ، هراتي څادر او دستمالونه جوړېږي. دلته په کار بوخت کسان وایي، چې دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی او یوازې څو محدود دوکانونه یې پاتې دي.