د اسيا د متقابلو همکاريو او باور د اقداماتو کنفرانس شپږمه سرمشرېزه په قزاقستان کې تر سره شوه
CMG2022/10/14 10:42:05
شريکول:

د اسيا د متقابلو همکاريو او باور د اقداماتو کنفرانس شپږمه سرمشرېزه د اکتوبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د قزاقستان په پلازمينه استانا کې تر سره شوه.

د قزاقستان خبري رسنيو ويلي، چې په دغې سرمشرېزې غونډې کې د دغه کنفرانس د کچې لوړولو په پار د استانا اعلاميه، د ياد کنفرانس د غړو هېوادونو د مشرانو د معلوماتو د خونديتوب د همکاريو اعلاميه، په دغه کنفرانس کې (په ټولې نړۍ کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ستراتيژي) د تطبيق پلان او نور سندونه تصويب شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د سرمشريزې ګډونوالو هېوادونو موافقه کړې، چې د اسيا د متقابلو همکاريو او باور د اقداماتو کنفرانس صندوق جوړ کړي او له دې څخه يې هم ملاتړ کړی، چې قزاقستان به تر ۲۰۲۴م کال پورې د دغه کنفرانس د رئيسه هېواد دنده پر غاړه ولري.