چين: په يمن کې د نسبي امنيت ساتل تر ټولو بيړنۍ دنده ده
CMG2022/10/14 09:51:17
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د يمن مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوې علنۍ غونډې کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د نسبي امنيت ساتنه د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده ده. 

ښاغلي ګنګ شوانګ ويلي، چې په يمن کې شپږ مياشتني اوربند پر دغه هېواد د هيلو رڼاګانې خورې کړې وې او د يمن خلک او نړيواله ټولنه په دې هڅې کې دي، چې د شخړې ښکېلې خواوې اوربند وغځوي او يو هراړخيز سياسي بهير رامنځته شي.

نوموړي په تاسف ويلي، چې په يمن کې د اوربند د غځونې موخه نه ده تر سره شوې او په دغه هېواد کې يې د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده د امنيتي حالاتو ساتل بللي دي.

 د ده په وينا، چين د يمن د شخړو له اړوندو خواوو څخه غواړي، چې د يمن د خلکو ګټې په نظر کې ونيسي، صبر او زغم دې وساتي، محتاطه رويه دې غوره کړي او د اوسني وضعيت د ترينګلتيا د مخنيوي په پار دې له هر ډول يواړخيزو کړنو او پاروونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي او د سياسي بهير لپاره دې امکانات برابر کړي.

( سپوږمۍ)