شي جين پينګ د چين د ترافيک او پوهنې په اړه نړيوال مرکز ته د مبارکۍ پيغام لېږلی
CMG2022/10/14 14:27:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه د چين د ترافيک د دواملرونکي پرمختګ د نوښت او پوهنې نړيوال مرکز د جوړېدو په پار دغه مرکز ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.


شي جين پينګ په دغه پيغام کې په اشارې ويلي، چې د ترافيک دواملرونکی پرمختګ او نړيوال اتصال د نړيوالې باربرۍ او عرضې ځنځير او نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم ارزښت لري.           

نوموړي د چين د ترافيک د دواملرونکي پرمختګ د نوښت او پوهنې نړيوال مرکز جوړېدل د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلې کولو لپاره مهم ګام بللی او  ويلي يې دي، چې چين به له بېلابېلو هېوادونو سره د دغه مرکز په ګډې کارونې نړیوالې ترافيکي همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوال پرمختګ وړانديز، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلې کولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به خدمتونه وکړي.