له چین سره د امریکا د سوداګریزې جګړې ناکامي
CMG2022/10/14 14:50:47
شريکول:

 د امریکا د کیپیټل هیل ورځپاڼې په دې وروستیو کې یوه مقاله خپره کړه چې پکې راغلي: په چین باندې تعرفې له اقتصادي، سیاسي او قانوني پلوه ناکامې شوې دي. له دې څخه څرګندېږي چې له چین سره د امريکا سوداګریزه جګړه په بشپړه توګه له لاسه وتلې ده. په حقیقت کې، دا له پیل څخه یوه پایله وه،  لکه څنګه چې له څلورو کلونو څخه زیاتو شواهدو دا ثابته کړې ده.

د ۲۰۱۸م کال په مارچ کې، د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د تش په نامه له ۳۰۱ تحقیقات سره سم پر چین سوداګریزې جګړې پیل کړې او په پرله پسې ډول یې امریکا ته صادر شویو د ۳۶۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت چیني توکو باندې لوړې تعرفې وضع کړې او ګواښ یې وکړ چې د سوداګریزې جګړې بریا يې په اسانه توګه تر لاسه کولای شي.  وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې جو بایډن د امريکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، دې په چین باندې د تېر حکومت د تعرفې پالیسۍ ته دوام ورکړ. خو حقایق ښیي چې د تعرفې جګړه چې څه باندې څلور کاله یې دوام وکړ، د ځان په پښو کې ډزې کوي او له بده مرغه زیان رسوي. 

اقتصادي شمېرې تر ټولو دقیقه څرګندونه ده. په پیل کې، ټرمپ وویل چې پر چین د تعرفو زیاتوالی د سوداګرۍ منفي بيلانس د کمولو او کارموندنې د زیاتولو لپاره و او ویې ویل چې اضافي تعرفې به د چین لخوا تادیه شي. خو د امريکا د مودي شرکت څېړنه ښیي چې له چین سره د امریکا په سوداګریزه جګړه کې له ۹۰ سلنې څخه ډېر د تعرفو لګښت د امریکا لخوا ورکول کېږي.  بلومبرګ دې ته اشاره وکړه چې پر چين لګول شوي تعرفې د امريکا د مصرفوونکو او تصدیو لګښتونه زیات کړي او د امريکا توليدي چارې په بيا ژوندي کولو کې پاتې راغلي دي. 

سربېره پر دې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې له چين سره د امريکا د سوداګرۍ منفي بيلانس ۱۴،۵ سلنه زيات شوی چې ۳۵۵،۳ ميليارډو ډالرو ته لوړ شوی دی چې دا له ۲۰۱۸م کال راهيسې نوی ریکارډ دی. يوه بله اړونده څېړنه ښيي چې له چين سره د سوداګريزې جګړې له امله امريکايي تصدیو يو اعشاريه اووه ټريليون امريکايي ډالره او نژدې ۲۵۰ زره دندې له لاسه ورکړې او د هرې کورنۍ منځنی کلنی لګښت نژدې ۱۳۰۰ امريکايي ډالره زیات شوی دی. په سینګاپور کې د امریکا پخواني سفیر ډیویډ اډلمن دې ته اشاره وکړه چې تجارتي جګړې نه یوازې د چین پر اقتصاد منفې اغېزه کړې، بلکې د امريکا اقتصاد ته يې زیان رسولی دی.

په عین وخت کې، د امریکا سیاسي چارې هم ناکامې شوې دي. د پلان له مخې،  ټرمپ وغوښتل چې له چین سره ستراتیژیکې سیالۍ ترسره کړي څو په سیاسي، اقتصادي، نظامي او ساینسي برخو کې د امریکا مطلق تسلط وساتي. دا معلومه شوه چې دا چل د چین لپاره هېڅ کار نه کوي. چين په تېرو ۴ کلونو کې ثابت پرمختګ کړی او په دې مبارزه کې يې د خپل ملي کرامت او اساسي ګټو ساتنه کړې. 

د قانون په برخه کې، امريکا هم تر شکونو لاندې ده. امریکا د ۱۹۷۴م کال د سوداګرۍ قانون د ۳۰۱ مادې له مخې په چین باندې تعرفې وضع کړې. دا ماده د امریکا د سوداګرۍ استازو ته اجازه ورکوي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې تحقیقات پیل کړي او د امریکا ولسمشر ته د یو اړخیزو بندیزونو وړاندیز وکړي. دې کار د نړيوالې سوداګرۍ سازمان د څو اړخیز بنسټ ته سخت زیان رسولی او د نړیوالې ټولنې لخوا پرې نیوکې شوې دي.

بې له شکه، هغه درس چې امریکا د چین پر وړاندې د تعرفې په جګړه کې تر لاسه کړی، خورا د فکر وړ دی. اوس مهال، د امريکا د سوداګریزو استازو دفتر په چين باندې د تعرفې وضع کولو په اړه په بيا څېړنې بوخت دی. هیله ده چې امریکا به له خپلې ناکامۍ زده کړي او خپلې تېروتنې سمې کړي.