په هره زمانه کې د نړۍ لپاره مهمه موضوع شته. د نړيوال اقتصاد د بيا
سمسورتيا په بهير کې د ستونزو او د نړيوال پرمختګ په بهير کې د خنډونو په
وړاندې انسانان څنګه کار وکړي؟
د چين رهبر شي جين پينګ ويلي، چې پرمختګ تر ټولو مهم دی، چې په بېلا بېلو هېوادونو کې همداسی حال دی. باید د بېلا بېلو هېوادونو خلک ښه ژوند ولري، سمسورتیا دې دايمي وي، خونديتوب دې تامين کېږي او بشري حقوق دې بنسټونه ولري.
د چين رهبر شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلۍ په عادي مباحثوي غونډه کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وړاندې کړ او په نړيوالو مرکزي اجنډاوو کې یې د پرمختګ مسئلې پر اهميت ټينګار وکړ. هغه وویل، چې د خلکو هيلو ته لومړيتوب ورکول او د ټولې نړۍ د ګټو ساتل د چين د پرمختګ د برياليتوبونو بنسټيزې تجربې دي.
د نړيوال پرمختګ وړانديز، په ګډه د ګټو رامنځته کولو، د همغږۍ پياوړتيا، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ او د ګډې سمسورتيا لپاره دی او په بېلا بېلو هېوادونو کې د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د اقتصاد د بيا سمسورتيا له غوښتنو سره سمون لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د چين رهبر شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وړاندې کړی او له يو کال راهيسې څه باندې سلو هېوادونو او د ملګرو ملتونو په شمول زياتو نړيوالو سازمانونو له دغه وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړی دی.