د ايران د اټومي انرژۍ سازمان رئيس محمد اسلامي د اکتوبر په ۱۲مه نېټه ويلي، چې هېواد يې د يورانيمو د غني کولو د نطنز په اټومي تاسيساتو کې د ځای پر ځای شوي سنټرفيوج نوې برخه کار اخېستنې ته سپارلې ده.
مهر خبري اژانس په همدې ورځ د نوموړي په قول خبر ورکړی، چې ايران د اټومي نړيوالې اېجنسۍ ته پخوا د دې کار د تر سره کېدو وخت، موخې او ډيزاين په شمول اړوند معلومات ورکړي وو.
د اټومي نړيواله اېجنسي د ايران پر ټولو اټومي فعاليتونو څار او نظارت لري.