د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس مطبوعاتي غونډه د اکتوبر په ۱۵مه نېټه پېليږي
CMG2022/10/14 11:12:25
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس مطبوعاتي مرکز خبر ورکړی، چې د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس خبري وياند به د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر د ۱۵ مې نېټې د مازدېګر په څلور نيمو بجو په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې مطبوعاتي غونډه ترسره کړي او چين مېډيا ګروپ به په ژوندۍ بڼه دغې مطبوعاتي غونډې ته پوښښ ورکړي.