چين: د ارزښتي نظريې پر بنسټ د اړيکو جوړول او پرېکول د نړيوالو همکاريو لپاره ګټه نه لري
CMG2022/10/14 10:43:59
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د جرمني د بهرنيو چارو وزير د تازه څرګندونو په غبرګون کې ويلي، دا ډول کړنې چې د ارزښتي نظريې پر بنسټ له نورو هېوادونو سره د اړيکو د نژدې کولو او لرې کولو پرېکړه کوي او اقتصادي او تجارتي اړيکو ته سياسي رنګ ورکوي، د نړيوالو همکاريو او د بازار د متنوع لپاره ګټور نه تماميږي.

د جرمني بهرنيو چارو وزير څه موده مخکې ويلي، چې جرمني بايد د تجارتي چارو په راکړه ورکړه کې پر چين تکيه ونه کړي، خو وړاندې له دې نه د دغه هېواد صدراعظم بيا ويلي، چې له چين سره د اړيکو له پرېکون څخه ملاتړ نه کوي.

ميرمن ماو نينګ ويلي، چې چين او جرمني د سياسي اړيکو د ټينګېدو د۵۰ کالونو په درشل کې واقعي همکارۍ او راکړې ورکړې کړي او ګډو ګټو يې د اړيکو عمده بنسټ جوړ کړی دی.

نوموړې زياته کړې، چې چين او جرمني بايد خپلمنځي همکارۍ وهڅوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته دې ګټې ورسوي.