شي جين پينګ او د مالدیو ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړیکو د جوړېدو د ۵۰ مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول
CMG2022/10/14 19:53:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د مالدیو ولسمشر ابراهيم محمد صالح سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو د جوړېدو د ۵۰ مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، چين او مالدیو د خپلمنځي سياسي اړيکو د جوړېدو له ۵۰ کلونو راهيسې تل يو د بل درناوی او ملاتړ کوي او اړيکې يې د لويو او کوچنيو هېوادونو ترمنځ د مساواتو او د ګډو همکاريو له لارې د ګډو ګټو د ترلاسه کولو په برخه کې بېلګې دي. دواړو هېوادونو د کرونا وبا ګواښونو د لرې کولو، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د رښتيني څو اړخيزم د ساتلو په برخو کې يو له بل سره همکارۍ کړې او د خپلمنځي اړيکو پرمختګ ته يې نوی خوځنده ځواک ورکړی دی. شي جين پینګ هيله وښوده چې له ولسمشر ابراهيم محمد صالح سره په ګډو هڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته ثابت پرمختګ ورکړي او د دواړو هېوادونو ولسونو ته زياتې ګټې ورسوي.

ابراهيم محمد صالح هم وويل، له چين سره د مالدیو اړيکې د مساواتو، متقابل درناوي او  د يو چين پېژدنې پر اصل د ټينګار پربنسټ جوړې شوې او چين د مالدیو اقتصادي، ټولنيز او کلتور پرمختګ ته لوی خدمتونه کړي دي. نوموړي باور وښود چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه همکاريزې اړيکې به لا ژورې او پرخې شي.