چين د فلسطين د مختلفو سياسي ډلو ترمنځ د روغې جوړې د هوکړه لیک هرکلی کوي
CMG2022/10/15 14:51:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د فلسطين د مختلفو سياسي ډلو ترمنځ د روغې جوړې د هوکړه لیک د لاسليک هرکلی کوي او د دې لپاره د الجزاير د هڅو ستاينه کوي.

د خبر له مخې، د اکتوبر په ۱۳مه نېټه، د فتح او حماس په شمول د فلسطين ۱۴ سياسي ډلو د الجزاير په پلازمېنه الجزيره کې د خپلمنځي روغې جوړې په اړه د الجزيره په نوم هوکړه ليک لاسليک کړ.

په دې اړه ماو نينګ وويل، چې چين تل د فلسطين د مختلفو ډلو ترمنځ‌ د روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ کړی او باور لري، چې دغه بهير به د فلسطین د خپلمنځي یووالي او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سوله ييزو مذاکراتو  لپاره ګټور وي.