چين د شتمنې ټولنې د ابادۍ په برخه کې رښتينی برياليتوب تر لاسه کړی
CMG2022/10/15 22:06:21
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس وياند سون يې لي د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې په چين کې د شتمنې ټولنې د ابادۍ نتيجه له هغه چې موږ یې اټکل کړی وو، لا ښه ده، کوم چې د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون په پيل کې وړاندې شوی و، دا لاسته راوړنه په رښتیا ازمويل کيدای شي او همدارنګه د چين ورپسې موخه د عصري او پياوړي سوسياليستيک هېواد ابادي ده.

دغه راز، سون يې لي په همدې ورځ د ياد کانګرېس په مطبوعاتي ناسته کې زیاته کړه، چې تر ۲۰۲۰م کال پورې په چين کې د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر له ۴۰۰ ميلونو تنو څخه زيات شوی او د خلکو د ژوند کيفيت په څرګنده توګه ښه شوی دی. د ۲۰۲۰م کال تر پایه پورې د چين په کليوالو سيمو کې ۹۸،۹۹ ميليونه بېوزله کسان له غريبۍ څخه ژغورل شوي دي، د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په ۲۰۲۰م کال کې ۱۰۱۶۰۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی او په دې سره د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی.

د چين کمونېست ګوند د چين د پرمختګ لپاره ۲ سل کلنې موخې ټاکلي دي، چې يوه موخه يې تېر کال پوره کړې يعنې شتمنه ټولنه يې جوړه کړې ده، او دوهمه سل کلنه موخه یې دا ده، چې د روانې پېړۍ په منځ کې به چين د عصري او پياوړي سوسياليستيک هېواد په توګه اباد شي.