د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس مطبوعاتي ناسته د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د کانګرېس وياند سون يې لي په دغه ناسته کې وويل، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس به د اکتوبر د ۱۶مې نېټې د سهار پر ۱۰ بجو پرانيستل شي او د دې کانګرېس موده به له همدې نېټې څخه د اکتوبر تر ۲۲مې نېټې پورې دوام ولري.
دغه راز سون يې لي زیاته کړه، چې د ياد کانګرېس د استازو د څارلو کمېټې د ۲۲۹۶ استازو اعتبار تائيد کړی. دغه ۲۲۹۶ استازي به د چين د کمونېست ګوند د څه باندې ۴،۹ ميليونو بنسټيزو ډلو او ۹۶ ميليونو غړو په استازيتوب په ياد کانګرېس کې ګډون وکړي. د کانګرېس لپاره د چمتووالي کارونه ټول بشپړ شوي دي.
د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس او په دغه کانګرېس کې انتخاب شوې مرکزي کمېټه د دغه ګوند د مشرتابه ډېر لوړ او عالي ارګانونه دي. د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس په هرو پنځو کالونو کې يو ځل تر سره کېږي. ګډونوال استازي يې د دغه کانګرېس د ترسره کېدو پر مهال د تېرې دورې د مرکزي کمېټې او د دغې کمېټې د ډسپلين د څار کمېسيون راپورونه څېړي، د ګوند منشور ترميموي، د ګوند په چوکاټ کې پر مهمو مسئلو بحثونه کوي او د نوې دورې مرکزي کمېټه او د دغې کمېټې د ډسپلين څار کمېسيون انتخابوي.