د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس وياند: په اوږده راتلونکې کې د چین د اقتصادي ودې بنسټونه نه دي بدل شوي
cmg2022/10/15 20:14:25
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس وياند سون يې لي د اكتوبر په پنځلسمه نېټه وويل چې د چين پرمختګ لا هم ډېر ښه شرايط لري، د چين اقتصاد پياوړی انعطاف، ستر پټ توان او خوځنده ځواک او په راتلونکې اوږده موده کې د پرمختګ بنسټيز وضعيت نه دی بدل شوی.

د کرونا وبا او د نړيوال چاپيريال په شمول د عواملو تر اغېزې لاندې د چين اقتصاد له زياتو فشارونو سره مخامخ دی. سون يې لي وويل، چين د اقتصادي بازار د ثبات او پرمختګ د خونديتوب لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي دي.  د چين اقتصادي پرمختګ اوس هم د نړۍ د لويو اقتصادونو په منځ کې نسبتا ښه دی او چين لا هم د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ثبات کوونکی او د ځواک سرچينه ده.