د م م سرمنشي د اسرائیلو او لبنان د سمندري حدودو د هوکړې هرکلی وکړ
CMG2022/10/15 15:35:34
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتريس د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائيلو او لبنان ترمنځ د سمندري حدودو د هوکړې د اعلان هرکلی وکړ.

په ياده اعلامیه کې ویل شوي، چې ګوتیریس په دې باور دی، چې دا هڅونکی لاسته راوړنه کولی شي سیمه ییز ثبات ته وده ورکړي او اسرائیل او لبنان لا سوکاله کړي. ملګري ملتونه به له دواړو خواوو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ګوتریس پر دې ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه به په پر له پسې توګه د امنیت شورا د ۱۷۰۱م پرېکړه لیک او د سیمه ييز امنیت په اړه د نورو پرېکړه لیکونو د پلي کېدو ملاتړ وکړي.