د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس وياند سون يې لي د اکتوبر په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين د کمونېست ګوند بهرنۍ تبادله د ايډيولوژۍ پر بنسټ نه ده. د بېلا بېلو هېوادونو هغه سياسي ګوندونه، چې غواړي د چین له کمونېست ګوند سره دوستانه تبادله وکړي، د چین کمونېست ګوند به له دوی سره دوستي وکړي، پرته له دې چې کومه ایډیولوژي لري.
سون يې لي وويل، د چین کمونېست ګوند له اوږدې مودې راهيسې د خپلواکۍ، بشپړ مساوات، متقابل احترام او د يو بل په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې د اصولو پر بنسټ، د بېلا بېلو هېوادونو له سياسي ګوندونو او سياسي ځواکونو سره پراخې تبادلې لري. تر اوسه د چين کمونېست ګوند د څه دپاسه ۱۷۰ هېوادونو له څه دپاسه ۶۰۰ سياسي ګوندونو او سياسي سازمانونو سره بېلا بېلې اړيکې ټينګې کړي دي. د سیاسي ګوندونو د اړیکو پراختیا، د هېوادونو تر منځ د اړیکو د پرمختګ او د خلکو ترمنځ د تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لامل ګرځي.