د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس مقدماتي غونډه تر سره شوه
CMG2022/10/15 19:20:10
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس مقدماتي غونډه د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ د اکتوبر د ۱۵مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د رايه ورکولو له لارې د ياد کانګرېس د استازو د څارلو کمېټې د ۲۲ غړو نوملړ او د دې کانګرېس د رئيسه ډلې د ۲۴۳ غړو نوملړ خپور شو او ښاغلی وانګ هو نينګ د دې کانګرېس د دارالانشاء د مشر په توګه وټاکل شو. په دغه غونډه کې د ياد کانګرېس د دارالانشاء د ارګانونو چوکاټ او دندې وټاکل شوې .

بر سيره پر دې، دغې غونډې د ياد کانګرېس اجنډا تصويب  کړه، چې له مخې به يې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېټې راپور او د دې کمېټې د ډيسپلين څارنې کمېسيون راپور واورېدل او وڅارل شي،  د چين د کمونېست ګوند د منشور تعدیل نامه به تر سنجش لاندې ونيول شي او تصويب به شي او د دغه ګوند د ۲۰مې دورې مرکزي کمېټه او د دې کمېټې د ډيسپلين څار کمېسيون به انتخاب شي.