د چين علمي او تخنيکي پرمختګ نه یوازې خپلو خلکو ، بلکې نړيوالې ټولنې ته هم ګټې ورسوي
CMG2022/10/15 15:34:54
شريکول:

په دې وروستيو کې د جوليټ په نوم توفان يو شمېر مرکزي او جنوبي امريکايي هېوادونو ته زیانونه رسولي دي. چين سمدلاسه له لېرې کنټرول کېدونکې سپوږمکۍ ځای پر ځای کړې، چې د توفان ځپلو سيمو لپاره د فضا تخنيکي مرستې برابرې کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په څوارلسمه نېټه د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د چين علمي او تخنيکي پرمختګ نه يوازې خپلو خلکو ، بلکې نړيوالې ټولنې ته هم ګټې ورسوي.

ماو نينګ وويل، دا لومړی ځل نه دی، چې چين د تخنيکي وسايلو له لارې له پرمختيايي هېوادونو سره د ناورينونو د کمولو او ژغورنې په برخه کې مرستې کوي. چين په ٢٠٠٧م کال کې د فضا او لويو ناورينونو د نړيوال منشور په سازمان کې شامل شوی او له هغه وخت راهيسې په نړۍ کې يې د ناورينونو د څارنې او کمولو او د ژغورنې په کارونو کې په فعاله توګه ګډون کړی.

په سریلانکا کې د سیلابونو، په اکوادور کې د زلزلې، په لاوس کې د توپان او سیلابونو، په افغانستان کې د وچکالۍ او د تونګا د اور غورځوونکي غره د اور غورځونې په وخت کې، د چين سپوږمکيو د ځپلو سیمو زیات شمېر لپاره ډېر انځورونه برابر کړي، چې له نوموړو سیمو سره د مرستې لپاره یې قوي ملاتړ برابر کړی دی.