په چين کې زيات بهرني سفيران د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته سترګې په لار دي
CMG2022/10/15 11:35:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس به د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي. دغه کانګرېس د سوسياليستيک عصري هېواد په لوري د چين د ابادۍ په نوی مزل کې يوه مهمه غونډه ده او د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړې ده. په چين کې د پاکستان، لاوس او تايلند په شمول د زياتو بهرنيو هېوادونو سفيرانو د چين مېډيا ګروپ له خبريالانو په سره مرکو کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس او د دغه هېواد د راتلونکي پرمختګ په اړه ښې هيلې څرګندې کړې دي.

په چين کې د پاکستان سفير معين الحق په ۲۰۲۰م کال کې د ماموريت مودې له پيل راهيسې د چين له زياتو ولايتونو او ښارونو څخه ليدنې کړي. د ده په نظر، چين د صنعت،  کرهڼې، چاپيريال، ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره د پرمختګ نمونه جوړه کړې او پرمختيايي هېوادونه د چين د پرمختګ له تجربو څخه ګټې اخيستلی شي.

معين الحق د چين مېډيا ګروپ خبريال ته وويل، چې هغه د چين څه باندې لسو ولايتونو او شلو ښارونو ته سفرونه کړي او په دغو ټولو سيمو کې يې د دغه هېواد چټک پرمختګ ليدلی. نوموړي د چين هغه لاسته راوړنه يوه معجزه بللې، چې په ۴۰ کلونو کې په دغه هېواد کې ۸۰۰ ميليونه وګړي له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي دي. معين الحق وويل، چې پاکستان يو پرمختيايي هېواد هم دی او د چين پرمختيايي موډل د څېړنې او زده کړې په هڅه کې دی.

معين الحق د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس جوړېدو ته سترګې په لار دی. نوموړي وويل، چې دغه کانګرېس به د چين د پرمختګ، د خلکو د نېکمرغۍ او د چين د نړيوالو اړيکو په اړه مهمې پرېکړې وکړي او قوي  پلانونه به جوړ کړي. هغه د چين د پرمختګ د پياوړتيا او د پاکستان او چين ترمنځ د دوستۍ د لا ټينګښت هيله وښودله.

په چين کې د لاوس سفيرې کهامپهاو ايرنتاوان خبريال ته له دې څخه خوشحالي څرګنده کړه، چې هغه د لاوس او چين ترمنځ د اړيکو په ډېره ښه موده کې د سفير دنده پر غاړه لري او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ شاهده او برخه واله ده. کهامپهاو ايرنتاوان په دې مناسبت د چين ملت ته مبارکي وويله، چې چينايانو د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. نوموړې هيله وښوده، چې د چين د کمونېست د شلم ملي کانګرېس له لارې به د چين د راتلونکي پلان معلومات تر لاسه  کړي.

کهامپهاو ايرنتاوان وويل، دا د لاوس او چين ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې يوه ستره چاره بلل کيږي، چې د لاوس او چين ولسمشرانو په ۲۰۱۹م کال کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ عملي پلان لاسليک کړ. کهامپهاو ايرنتاوان باور لري، چې دواړه هېوادونه به په هره برخه کې خپلمنځي همکارۍ او تګ راتګ پياوړی کړي او د دواړو مشرانو ګډې نظريې به په ښه توګه عملي کړي.

په چين کې د نيپال سفير بيشنو پوکار شريستا وويل، هغه دې ته سترګې په لار دی، چې نوموړی کانګريس به د اقتصادي پرمختګ تحريک کوونکي تدبيرونه خپاره کړي او باور لري، چې دغه کانګرېس به لا په لوړه کچه د چينايانو يووالی پياوړی او د قوتونه به يې لا راغونډ کړي.

په چين کې د تايلند سفير ارتايود سريسموټ خبريال ته وويل، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د خلکو د ځيرکتياوو د راغونډولو او د دغه هېوا د د راتلونکي پرمختګ د لارښوونې لپاره يوه مهمه غونډه ده. نوموړي د دغې غونډې د بریالۍ جوړېدو هیله وښوده او د دې ستاينه يې وکړه، چې د چين کمونېست ګوند او د دغه هېواد مشر په حکومتولۍ کې ستر برياليتوتونه تر لاسه کړي دي.