د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس وياند: چين او امريکا بايد له يو بل سره د تګ راتګ سمه لار ومومي
cmg2022/10/15 22:23:46
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس وياند سون یې لي د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې د نړيوالو اړيکو په برخه کې يوه تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د چين او امريکا د اړيکو رغول او پرمختګ دی، چې دواړو هېوادونو او نړۍ ته يې ګټه رسولې ده، نو په راتلونکو پنځوسو کلونو کې به په نړيوالو اړيکو کې تر ټولو مهمه پېښه دا وي، چې چين او امريکا د تګ راتګ لپاره سمه لار ومومي.

 سون يې لي وويل، د چين او امريکا ګډې ګټې له توپيرونو څخه زياتې دي او د چين او امريکا ګټې يو له بل سره ژورې اړيکې لري. په ۲۰۲۱م کال کې د چين او امريکا ترمنځ سوداګریزه اندازه له ۷۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياته شوې، چې ریکارډ یې جوړ کړی او دغه اندازه د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۲۸،۷ سلنه زياتوالی لري. د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ امریکایانو ته ۲،۶ میليونه کاري دندې برابروي.

 ویاند سون زیاته کړه، چې د چين او امريکا اړيکې د نړۍ پر راتلونکي او برخليک اغېز لري، دا چې ايا دواړه هېوادونه کولای شي خپلې اړيکې په ښه توګه وساتي، د پېړۍ پوښتنه ده، چې بايد دواړه هېوادونه يې ځواب ورکړي.

د چين او امريکا د اړيکو د ښه کېدو کلي د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري ده. هغه باور څرګند کړ، چې د چين او امريکا خلک  هوښیاري، فرصت او توان لري، چې له يو بل سره د تګ راتګ سمه لار ومومي.