د كرونا وبا د مخنیوي تګلاره د چین د خپلو ملي شرايطو او علمي قوانينو پر بنسټ ده
cmg2022/10/15 21:14:27
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس وياند سون يې لي د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين د ملي شرايطو او علمي قوانينو پر بنسټ د کرونا وبا د مخنيوي تګلاره د خلکو خوندیتوب او روغتیا ته لومړیتوب ورکول دي او د وبا مخنیوی او کنټرول د چین د ټولو تدبیرونو بنسټ او هدف دی. د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره د چين تدبيرونه تر ټولو زيات اقتصادي او اغېزمن دي.

 سون یې لي د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې د کرونا وبا پر ضد د چین د تګلارې اصلي اصل ګړندی غبرګون او دقیق مخنیوی او کنټرول دی، تر څو په ټیټ ټولنیز لګښت او په لنډ وخت کې وبا کنټرول کړي، د خلکو ژوند او روغتیا خوندي کړي او پر اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او د خلکو پر عادي ژوند اغېزه کمه کړي. 

 سون یې لي وویل، چې د کرونا وبا په وضعیت کې د بدلونونو او د ویروس په اړه د پوهاوي ژورتیا  سره سم، چین د وبا د مخنیوي او کنټرول پلان نهه لایحې اعلان کړې او د چین د مخنیوي او کنټرول تګلارې او تدبیرونه به نور هم علمي، دقیق او اغېزمن شي او د وبا د مخنیوي او کنټرول او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د همغږۍ کچه به هم لوړه شي.