د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د نايجريا د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښې په اړه د دې هېواد ولسمشر محمدو بوحري ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ وويل، په خواشينۍ سره خبر شوم چې د نايجريا په انامبرا ايالت کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ډيره زياته مرګژوبله رامنځته شوې، زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب ژوره خواشيني څرګندوم او د مړو شویو خپلوانو ته صادق تسليت ورکوم.