ترکيه به په خپل هېواد کې له روسيې سره د طبيعي ګازو د عرضې سټېشن جوړ کړي
CMG2022/10/15 14:20:33
شريکول:

د ترکيې د انادولو خبري اژانس د اکتوبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د دې هېواد ولسمشر رجب طيب اردوغان له دې سره موافقه کړې،‌ چې له روسيې سره د طبيعي ګازو د عرضې نړيوال سټېشن جوړ کړي.

اردوغان د ترکيې د انرژۍ او طبيعي منابعو وزارت ته امر ورکړې، چې د روسيې له اړوندو ادارو سره په همکارۍ په ترکيه کې د طبيعي ګازو د عرضې د نوي سټېشن د جوړولو کار پيل کړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په مسکو کې د روسيې د انرژۍ اوونۍ په نوم نړيوال فورم کې وړانديز  وکړ، چې روسيه کولی شي د ترکيې له لارې اروپا ته طبيعي ګاز برابر کړي او په ترکيه کې د اروپا تر ټولو لوی د ګازو سټېشن جوړ کړي.