د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس مطبوعاتي ناسته د اکتوبر د ۱۵مې نېټې د ماسپښين په ۴ بجو او ۳۰ دقيقو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.
د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس وياند په دغه ناسته کې وويل، چې نوموړی کانګرېس به د اکتوبر د ۱۶مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي او د روانې مياشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ولري. دغه راز د یاد کانګرېس لپاره د چمتوالي کارونه ټول بشپړ شوي دي.