د نړیوال بانک مشر: نړیوال اقتصاد د رکود په لور روان دی
CMG2022/10/15 15:36:12
شريکول:

 

د نړيوال بانک مشر ډېوېډ مالپاس د اکتوبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې نوموړي بانک د ۲۰۲۳م کال د نړيوال اقتصادي ودې وړاندوينه، د جون په مياشت کې د اټکل له ۳ سلنې څخه ۱،۹ سلنې ته راټيټه کړې ده او نړيوال اقتصاد له بحران سره مخ دی.

 مالپاس په همدې ورځ د نړيوال پولي صندوق او نړيوال بانک د مني په کلنۍ غونډه کې وويل، چې د انفلاسیون، د سود د نرخونو د لوړوالي او د پورونو د زياتوالي په شمول ستونزو، بېوزله هېوادونه سخت ځپلي دي. هغه څو ورځې وړاندې د نړیوال بانک لخوا د خپور شوي راپور په حواله وویل، چې کرونا وبا په نړۍ کې د بېوزلۍ د کمولو هڅو ته لویه ضربه رسولې ده، په ۲۰۲۰م کال کې شاوخوا ۷۰ ميلیونه خلک په ډېرې بېوزلۍ اخته شول او د اوکراین بحران ښايي دغه وضعیت نور هم خراب کړي.