د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګريس د استازو ټول پلاوي بېجينګ ته رسېدلي دي
CMG2022/10/15 11:09:38
شريکول:

د اکتوبر تر ۱۴مې نېټې پورې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګريس د استازو ټول پلاوي د دې هېواد له بېلابېلو ځايونو څخه بېجينګ ته رسېدلي دي.

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګريس به د راتلونکو پنځو يا لا نورو کلونو لپاره د دې ګوند او دولت د پرمختګ د موخو،‌ دندو او تګلارو په اړه پلان   جوړ کړي، چې د خلکو د پام وړ به وي.

د دې ملي کانګريس استازو ويلي، چې د استازو پر غاړه دندې او مسئوليتونه ډېر مهم او درانده دي. دوی به په جدي‌ توګه خپل مسئوليت  ادا کړي او دغه ملي کانګريس به يوه  ویاړلې او بريالۍ غونډه وګرځوي.