د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس وياند: چين به تل د پانګونې ښه هدف وي
CMG2022/10/15 22:10:02
شريکول:


د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس وياند سون يې لي د اکتوبر په ۱۵مه نېټه وويل، چې ورخلاصون د چين بنسټيزه تګلاره ده او دغه هېواد به د نړۍ د بدلونونو پر وړاندې د ورخلاصون ټينګ

هوډ بدل نه کړي. چين به پر دې ټينګار وکړي، چې په لا زياتو برخو کې د لوړې کچې ورخلاصون تطبيق کړي. چين به تل د پانګونې ښه هدف پاتې شي.

همدا راز، نوموړي زياته کړه، چې چين له تېرو څو کلونو راهيسې د ورخلاصون ګامونه چټک کړي دي. چين د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد وړاندې کړی ، د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي ملګرو تړون يې لاسليک کړی، په نورو زياتو څو اړخيزو سوداګریزو تړونونو کې د ګډون لپاره هڅې کړي، د چين د تېرو ۴ دورو وارداتي نړيوال نندارتونونه يې جوړ کړي او په فعاله توګه يې نړۍ ته خپل بازار پرانېستی دی.