د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په بېجينګ کې پرانيستل شو
CMG2022/10/16 11:25:56
شريکول:

د چين د واکمن ګوند (کمونېست ګوند) شلم ملي کانګرېس د اکتوبر د ۱۶مې نيټې د سهار په لسو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو. په دغه کانګرېس کې څه باندې ۲۳۰۰ استازو او ځانګړو استازو ګډون کړی، د دغه ګوند له غړو نه پرته نورو ملګرو او د اړوندو خواوو مسئولینو په دغه کانګرېس کې د نندارچيانو په ډول برخه اخيستې ده. دغه کانګرېس د اکتوبر له ۱۶مې نيټې څخه تر ۲۲مې نيټې پورې دوام کوي.

په دغه کانګرېس کې به د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کميټې راپور واوريدل او وجاجول شي، د يادې کمېټې د ډسپلين د څار کمېسيون کاري راپور به وجاجول شي،«د چين د کمونېست ګوند منشور (تعديل نامه) » به وجاجول او تصويب شي او د نوې دورې مرکزي کميټه او د ډسپلين د څار کمېسيون به يې وټاکل شي.

د چين کمونېست ګوند، چې تراوسه ۱۰۱ کلن تاريخ لري، د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې په پر له پسي ډول ۷۳ کلونو کې واکمن پاتې شوی دی. د دغه ګوند ملي کانګرېس او په دغه کانګرېس کې ټاکل شوې مرکزي کميټه د دغه ګوند عالي مشرتابه ارګان دی. د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس په هرو پنځو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي.