د بشپړ بهير ولسي ډيموکراسي
CMG2022/10/16 20:38:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د بېجينګ په لوی تالار کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کميټې په استازيتوب دغه کانګرس ته راپور وړاندې و کړ او ويې ویل، چې د بشپړ بهير ولسي ډيموکراسي د سوسياليزم د ډيموکراتيک سياست له اصلي بڼې سره سمون لري او تر ټولو پراخه، حقيقي او ګټوره ډيموکراسي ده.

په چين کې د ډيموکراسۍ شکل په لويديځو هېوادونو کې د رايو ورکلولو له لارې د انتخاباتو له شکل سره توپير لري. په چين کې ډيموکراسي خلکو ته لومړيتوب ورکول دي، چې د هېواد ټول واکونه د خلکو په لاس کې دي. د ملي ولسي کانګرېس ميکانيزم د خلکو د کوربتوب لپاره بنسټيز ضمانت دی. په چين کې ډيموکراسي هم دا ځانګړتيا لري، چې د خلکو چارې د خلکو لخوا تر سره کېږي. خلک په خپله اداره کوي، چې دا په چين کې د بشپړ بهير ولسي ډيموکراسۍ مهم بنسټ دی. د قومونو په کورواکو سيمو کې د خودمختارې ميکانيم د بشپړ بهير د ولسي ډيموکراسي مهمې تجربې دې او د چين کمونېست ګوند په مشرۍ د بېلا بېلو قومونو د اتحاد په ترڅ کې ستر ګام دی.

د چين ډيموکراسي په بشپړ بهير او هرې برخې کې کارول کېږي. په چين کې ډيموکراسي د خلکو په غوښتنو د مسئلو حلولو په هدف ده او د خلکو د ګټو ساتنه کوي. په چين کې د خلکو کوچنۍ چارې او د هېواد سترې چارې ټول په بنسټيزه توګه د ډيموکراتيکو سلامشورو له لارې حل کېږي.

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس د چين د واکمن ګوند مهمې سياسي چارې دې او د بشپړ بهير د ولسي ډيموکراسۍ يوه ځانګړنه ده. لومړی د  چين د کمونیست ګوند له څه باندې ۹۶ ميليونو غړو څخه ۲۲۹۶ تنه استازي د بېلا بېلو برخو د ګوندي غړيو نظريې څرګندولی شي. دغه راز څو مياشتې مخکې د چين کمونېست ګوند د دغه کانګرېس په هکله له انټرنيټ څخه د خلکو نظريې راټولې کړې، چې د لوستلو شمېر ۶۶۰ميليونو ته رسيدلی دی. د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې د هېواد د مختلفو ګوندونو او ټولنو له استازو سره سمينارونه تر سره کړي او د دوی ګټور وړانديزونه يې اورېدلي دي.

تاسې د چين د بشپړ بهير ولسي ډيموکراسۍ په هکله معلومات لرئ؟ څه احساسات لرئ؟ هرکلی کوو چې خپلې ارزښتناکې نظريې په کمنتونو کې راته وليکئ.