شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته راپور وړاندې کړ
CMG2022/10/16 17:53:42
شريکول:

د چين د واکمن ګوند (کمونېست ګوند) شلم ملي کانګرېس د اکتوبر د ۱۶مې نيټې د سهار په لسو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېټې په استازيوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې د تېرو پنځو کارونو او د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له تر سره کېدو وروسته د لسو کلونو د چين سترو اصلاحاتو ته بيا کتنه شوې او په نوې زمانې او مزل کې د دغه ګوند دندې ټاکل شوي دي، چې له مخې به يې د عصري او پياوړې سوسياليستيک هېواد د ابادۍ او د دوهمې سل کلنې موخې د پوره کولو لپاره د چين د بېلا بېلو قومونو خلکو لارښوونه وکړي او د چيني ډول د عصري کېدو له لارې به د چيني ملت بيا سمسورتيا رامنځته کړي.

د چين کمونېست ګوند د چين واکمن ګوند دی او د هېواد د پرمختګ لپاره یې دوه سل کلنې موخې ټاکلې دي. لومړۍ موخه يې د دغه ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې پر وخت د چين په هرې برخې کې د هر اړخيزې شتمنۍ ټولنې جوړول وو، چې تېر کال يې دغه موخه پوره کړې ده او دوهمه موخه يې دا ده، چې د روانې پيړۍ تر منځنۍ مودې پورې يعنې د نوي چين د جوړېدو د سلمې کاليزې په درشل کې په هرې برخې کې د عصري او قوي سوسياليستي هېواد په توګه د دغه هېواد ابادول دي. په ياد راپور کې د دوهمې سل کلنې موخې په اړه مشخص ترتيبات کړي دي.

دغه راپور وايي، چې چين په هرې برخې کې د عصري سوسياليستيک هېواد د ابادۍ مزل پيل کړی او راتلونکي پنځه کاله د دغه مزل د پيل لپاره مهم ارزښت لري. دغه راپور د دوهمې سل کلنې موخې د پوره کولو په پار د باکيفيته پرمختګ، د بااستعدادو کسانو د ملاتړ پياوړتيا ، د خلکو د مقام د خونديتوب، د تقنیني چارو د پرمختګ، د خلکو د ژوند د ښه والي، د خلکو او طبيعت ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا، د ملي امنيت او ټولنيز ثبات د ساتنې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخو کې نوې فکورې، پلانونه او تدبيرونه وړاندې کړي دي.

په دغه کانګرېس کې څه باندې ۲۳۰۰ استازو او ځانګړو استازو ګډون کړی، د دغه ګوند له غړو نه پرته نورو ملګرو او د اړوندو خواوو مسئولینو په دغه کانګرېس کې د نندارچيانو په ډول برخه اخيستې ده.

دغه کانګرېس د اکتوبر له ۱۶مې نيټې څخه تر ۲۲مې نيټې پورې دوام کوي.