د چين د کمونېست ګوند اوسنې کليدي دنده د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد هراړخيزه آبادي او د دويمې سل کلنې موخې پوره کول دي
CMG2022/10/16 15:18:56
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ دغه کانګرېس ته په خپل راپور کې وويل، له دې وروسته د چين د کمونېست ګوند کليدي دنده دا ده چې خپل هېواد د بېلا بېلو قومونو په مشرۍ په هر اړخيزه توګه د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد کړي او دويمه سل کلنه موخه پوره کړي او د چين د عصري کېدو له لارې د چيني ملت د عظمت د بيا احيا کېدو بهير پر مخ یوسي.

شي جين پینګ دې ته په اشارې سره ويلي چې په هر اړخيزه توګه د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد د ابادولو کار پر دوو پړاوونو ويشل کيږي او لومړی پړاو يې دا دی چې له ۲۰۲۰م کاله تر ۲۰۳۵م کال پورې په بنسټيزه توګه د سوسياليزم د عصري کېدو موخه پوره کړي، دوهم پړاو يې دا دی چې له ۲۰۳۵م کال څخه د روانې پېړۍ تر منځنيو لسيزو پورې دغه هېواد د شتمن، ډيموکراتيک، متمدن، هوسا او ښکلي سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد شي. د نوموړي په وینا راتلونکي پنځه کلونه به په هر اړخيزه توګه د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد د ابادولو چارو د پيل کليدي پړاو وي.

(غاټول)